د اوبو او انرژي سرپرست وزیر پکتیا ولایت کې د اسلامي نظام د یووالي او استحکام تر نامه لاندې ولسي غونډه کې ګډون وکړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اسلامي نظام د یووالي او استحکام تر نامه لاندې په یوه ستره ولسي غونډه کې په داسي حال کې ګډون وکړ، چې پکې یو شمیر نورو سرپرستو وزیرانو، د پکتیا ولایتي مسئولینو او د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو قومي مخورو، علماوو او عامو ولسونو هم ګډون کړی وو.

په دغه ستره ولسي غونډه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هېواد د قومونو او قبایلو د یووالي او پیوستون د ستایلو او اسلامي نظام له استحکام سره د ولسونو د مرستې اړتیا ترڅنګ وویل، چې اوسنی نظام مسئول دی، چې هېوادوالو ته د ژوند ټولې اسانتیاوي برابري کړي.

همدارنګه، د پکتیا مرستیال والي محترم مولوي انعام الله صلاح الدین د اسلامي نظام په رامنځته کېدو کې د قومونو قربانۍ وستایلې او د هغوی پر یووالي باندې یې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د یادو ولایتونو قومي مخورو هم د اوسني نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu