د اوبو او انرژي وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او د ترکمنستان سفارت ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور، د ترکمنستان هېواد سفیر محترم خواجه اویزوف، د افغانستان برېښنا شرکت رئيس محترم ملا محمد حنیف حمزه، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس، د هرات والي محترم شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار ، د ترکمنستان هېواد او د افغانستان برېښنا شرکت د یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي مزي د پروژو (TAP)، د نورالجهاد سب سټیشن د جوړولو، له خواجه الوان دښتې تر ترکمنستان پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ انتقالي مزي پروژې د پلې کولو په موخه د ګډې همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت او د ترکمنستان هېواد سفیر د دې ناستې په بهېر کې هوکړه وکړه، چې په راتلونکي کې دې ډېر ژر درې اړخیزه ګډه ناسته د دریو هېوادونو( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) ترمنځ د دریو هېوادونو د وزیرانو په کچه ترسره شي، ترڅو د ټاپ(TAP) پروژې د پلې کولو په موخه په هر اړخیزه توګه بحث او د اندونو تبادله وشي.
په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د یادو پروژو د چارو د چټکتیا لپاره د همغږیو په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.