د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې د سترو قراردادونو د څېړلو ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۶:۳۲
1

د سترو قراردادونو د څېړلو د تېرو ناستو د لړۍ په دوام کې، دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ټولګټو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د کلیو پراختیا وزارت معین محترم مولوي شرف الدین، د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو مرستیال محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د یو شمېر نورو وزارتونو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د کندز ولایت د خان آباد۲ برېښنا بند پروژه، د پولي تخنیک پوهنتون د اوبو سرچینو او چاپېریال پوهنځي د درسي ودانۍ د جوړولو پروژه او د ملي پراختیا شرکت اړوند څو سترې پروژې تر مطالعې او څېړنې لاندې ونیول شوې.

د ناستې په بهیر کې، د هرې پروژې په هکله په جلا او مفصل ډول بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړینې پرېکړې وشوې، ترڅو د اقتصادي کمېسیون سره شریکې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu