د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۴:۳۴
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، عمومي رئیسانو او سلاکارانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د بېلابېلو اداري موضوعاتو لکه: د اوبو او انرژي سکتورونو د چارو د پرمخ وړلو لپاره د اړتیاوو د څېړلو، د ستونزو او ننګونو د پېژندنې او د ستونزو د هوارولو په موخه د اړینو حل لارو رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

 د ناستې په بهیر کې، اړوندو رئيسانو د مطرح شوو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او د هغوی په اړه تر بحث او څېړلو وروسته، د وزیر صاحب له لوري اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وشوې او همدارنګه د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu