د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته له پوهنتونونو سره د علمي او کاري اړیکو د پراختیا او د وزارت د اجراآتو د ښه والي په موخه ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۴:۳۵
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د دې وزارت د عمومي رئيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې،  د اوبو او انرژي وزارت د کاري او علمي اړیکو  پراختیا په هکله د لوړو زده کړو وزارت او د هېواد له پوهنتونو سره د اړیکو پراخولو او همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته د اوبو او انرژي معینیتونو د ربعوارو کړنو د وړاندې کولو په تړاو بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور له پوهنتونونو سره د کاري او علمي اړیکو پراختیا اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د یادو اړیکو د لا ښې پراختیا او د ګډو همکاریو د ترسره کولو لپاره د اوبو او انرژي وزارت، علمي کادرونو او د پوهنتون د زده کړیالانو د مسؤلینو ترمنځ د اوبو او انرژي په هکله د علمي او څېړنیزو څېړنو د ترسره کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شي؛ ترڅو د یاد هوکړه لیک سره سم د کاري او علمي اړیکو کچه د دواړو وزارتونو ترمنځ پراخه شي.

همدارنګه په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اجراآتو د ښه والي لپاره د هر معینیت د ټولو کاري څانګو دکړنو راپور په هر ربع کې یوځل د اړوندو عمومي رئيسانو له خوا د جلاجلا پرزینټیشنونو په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر حضورته وړاندې شي او د یادو راپورونو مستندونه د څارنې او ارزونې ریاست له خوا تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu