د اوبو او انرژي وزارت د عوت او ارشاد ریاست د ۱۴۰۳ لمریز کال د ښوونیز نصاب د لومړي پړاو آزموینه واخیستل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۳:۵۰
1

دغه آزموینه د دعوت او ارشاد ریاست د مسؤلینو له لوري د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد د رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د دعوت او ارشاد د چارو د انسجام د عمومي رئيس محترم مولوي شریف الله حقاني او ورسره مل پلاوي په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د سلګونو کارمندانو په ګډون د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې واخیستل شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس د دغې آزموینې پر مهال د آزموینې د اخیستلو موخه د کارمندانو د استعدادونو معلومول او د لا زیاتو دیني زده کړو تر لاسه کولو ته هڅول وبلل.

د یادونې وړ ده، چې د دعوت او ارشاد ریاست د ښوونیز نصاب درسونه په ورځني ډول د ماسپښین لمانځه د ادا کولو وروسته د دغه وزارت په جومات کې د دعوت او ارشاد ریاست د مدرسینو له لوري د وزارت کارمندانو ته تدریس کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت له معین سره وکتل

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

بیرته تګ

User account menu