د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د نیمروز ولایت له والي سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۷:۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر هم شتون درلود، د نیمروز ولایت له والي ښاغلي ملا نجیب الله رفیع سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، په نیمروز ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلې کېدو په برخه کې په ځانګړي ډول د کمال خان بند پروژې د پاتې چارو د بشپړولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د نیمروز والي په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام څخه د کمال خان بند پروژې د پاتې چارو او په نیمروز ولایت کې د برېښنا رسولو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د نیمروز والي ته ډاډ ورکړ، چې د کمال خان بند د پاتې چارو په هکله شونې هڅې ترسره شوې او ان شاالله په نږدې راتلونکي کې به یې کار پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu