د اوبو او انرژي وزارت سلاکار کنړ ولایت کې د هېواد د اوبیزو سرچینو پر غوره مدیریت باندې ټینګار وکړ.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۵۴
1

د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم کنړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کنړ د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي او کارمندانو سره په لېدنه کې د هېواد او په ځانګړې توګه د کنړ ولایت د اوبیزو سرچینو پر غوره مدیریت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د اوبیزو سرچینو د لا ښه مدیریت په موخه باید ټول سره په ګډه هڅې وکړو.

 په ورته مهال،د نوموړې حوزې له مسؤلینو سره د وزارت د سلاکار په لیدنه کې د ختیځ زون د انرژي آمریت مسؤلینو په کنړ ولایت کې د انرژي د تولید او اوبیزو سرچینو په هکله بشپړ معلومات د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې کړل او وروسته یې په دغه ولایت کې له یو شمېر اوبیزو سرچینو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu