د اوبو او انرژي وزیر صاحب د هلمند او کندهار ولایتونو له بېلابېلو پروژو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۰
1

۱۴۴۸/۴/۲۲هـ ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۳هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، د اوبو معین محترم مجیب‌الرحمن آخندزاده، د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس قاري عبدالهادي، د وزارت یو شمېر رئیسانو او تخنیکي ټیم په ملتیا، د هلمند ولایت د نهرسراج کانال له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د کانال اوسنی وضعیت او د روانو چارو د پرمختګ بهیر له نږدې وڅېړل شو او د چارو د لا ښه والي او چټکتیا په موخه اړوند قراردادي شرکت او انجینرانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د نهرسراج کانال د جوړولو چارې تر دې مهاله شاوخوا %۴۱ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

همداراز، د محترم وزیر صاحب په مشرۍ یاد پلاوي د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د تیمور کانال له سربند څخه لیدنه وکړه. ورته مهال د یاد کانال روانې چارې له نږدې وڅارل شوې، د کار د پرمختګ بهیر وارزول شو او د پروژې مسؤلینو او د قراردادي شرکت استازو ته د چارو د لا ښه والي او پر وخت بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

 د تیمور کانال د جوړولو چارې تر دې مهاله شاوخوا %۲۵ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

همدا راز محترم وزیر صاحب او یاد پلاوي د کندهار ولایت د ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو ترمنځ د يوه لوي  پُل چې څه موده وړاندي يې چاري پيل شوي  هم لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د یادې پروژې د چارو د پرمختګ بهیر له نږدې وڅېړه او د پروژې مسؤلینو ته یې د چارو د لا ښه والي، چټکتیا او پر وخت بشپړولو په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۷
Background image

په خوست ولایت کې د شیخ زاید ۵ نمبر چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۳هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۴هـ .ل

د خوست شمل_خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په هغه ولایت کې د شیخ زاید ۵ نمبر چکډیم پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یوه کوچني بند جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۴هـ .ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د نرخ ولسوالي اړوند د سردې سهاک کلي د کوچني بند جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د هلمند او کندهار ولایتونو له بېلابېلو پروژو څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۲۲هـ ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۳هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، د اوبو معین محترم مجیب‌الرحمن آخندزاده، د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس قاري عبدالهادي،. . .

بیرته تګ

User account menu