د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې کنفرانس ترسره شو

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۸:۳
1

 

 

یاد کنفرانس د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغنی برادر، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ شهاب الدین دلاور، د صنعت او تجارت وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي،د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، د کابینې ځیني غړو او د ملي او نړیوالو شرکتونو په ګډون په کانتیننتال هوټل کې ترسره شو.

همدارنګه په یاد کنفرانس کې د اوبو او انرژي وزارت له دوو بهرنیو شرکتونو سره د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید او د اوبو بند د جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

په دې کنفرانس کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر څرګنده کړه چې د اسلامي امارت مسؤلین شپه او ورځ هڅه کوي چې د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کړي، ترڅو افغانستان د اقتصادي پلوه د پرځان بسیاینې په لور پرمخ ولاړ شي. هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه و غوښتل چې په هیواد کې د اوبو مدیریت او د انرژي د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

همدارنګه د اوبو او نرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په یاد کنفرانس کې د اوبو د مدیریت او د انرژي د تولید په برخه کې د د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب او هڅونې په هکله هر اړخیزه وینا وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اوبو سرچینو مدیریت او د انرژي تولید د بشر په ژوند کې دوه اړین عنصرونه وګڼل او ټینګار یې وکړ چې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مدیریت او د انرژي تولید ته ژمن دی او له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو څخه یې و غوښتل چې په یادو دوو سکتورونو کې دې پانګونه وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دې کنفرانس کې د یاد وزارت د پلي شویو پروژو د اوبو د مدیریت او د انرژي دتولید په برخه کې هم معلومات وړاندې کړل او د کجکي بند د دوهم فاز لومړۍ پړاو پرانیسته یې  د دې وزارت تر ټولو لویه لاسته راوړنه و بلله. هغه زیاته کړه چې په سلګونو نورې کوچني او سترې پروژې هم سروې او ډیزاین شوې دي او عملي کار به یې ډېر ژر پیل شي.

ښاغلي منصور څرګنده کړه چې تر دې مخکې د هېواد د اوبو بندونو ډیزاین او سروې د بهرنیو هېوادونو د انجنیرانو له لوري په ډیرو مالي لګښتونو ترسره کېده، خو له نېکه مرغه د لومړي ځل لپاره په زابل ولایت کې د توري بند ډیزاین د وزارت په شته امکاناتو د دې وزارت د انجنیرانو له خوا ډیزاین شوی او عملي کار به یې ډېر ژر پيل شي.

په ورته وخت کې، په یاد کنفرانس کې د اوبو او انرژي وزارت او اړونده وزارتونو د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید هوکړه لیک د Yellow River چینایي شرکت او د سروبي د برېښنا دوهم بند هوکړه لیک د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت سره لاسلیک کړ.

 

د کنفرانس په دوام کې،  د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ شهاب الدین دلاور د پانګوالو لپاره د پانګونې په برخه کې د آسانتیاوو په هکله په هر اړخیز ډول خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې کوچني کانونه یې کورنیو پانګوالو ته ځانکړې کړي. هغه زیاته کړه چې اوسمهال د پانګوالو لپاره تر ټولو ښه فرصت چمتو شوی دی.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه چې ۱۵۰ کانونه اعلان ته چمتو دي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د سرچینو له پلوه په نړۍ کې تر ټولو غني هېواد دی او باید د هېواد د اوبو سرچینو څخه په اغېزمنده توګه ګټه پورته شي.

په ورته وخت کې، د صنعت او تجارت وزارت، د مالیې وزارت سلاکار، د زراعت وزارت معین او د اسلامي امارت یو شمېر نور مسؤلینو هم د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې د زمینې د چمتو کیدو په هکله خبرې وکړي.

د کنفرانس په پای کې،د ۷۷ ترکې ودانیز شرکت، بیات پاور او زولرستان شرکتونو  استازو په افغانستان کې د اوبو او انرژي په برخه کې معلومات وړاندې کړل او د اوبو او انرژي په پروژو کې یې د لا زیاتې پانګونې لېوالتیا  څرګنده کړه.

یاد کنفرانس د چارو د ادارې د لوی رئيس شیخ نورالحق انور له خوا د دعائيې په لوستلو سره پای ته و رسېده.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu