د اوبو او انرژي په وزارت کې د اوبو چارو د تنظیم د اړوندو طرحو په هکله د نظر غوښتنې ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۷:۱۵
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر مشري لاندې د وزارت د رئيسانو، سلاکارانو،تخنیکي مسؤلینو، د ښار جوړونې، مالیې، اوبو لګولو او اوبو رسولو، کلیو پراختیا، اقتصاد وزارتونو، د رښاروالیو عمومي ریاست، د کابل ښاروالي، د چاپيریال ساتنې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب شرکت استازو او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د کابل ښاریانولپاره د څښاک اوبود تامین طرحه، د ځمکې لاندې اوبوسرچینوڅخه د تعرفې یا اجورې طرحه، د باران اوبو د راټولولوپه کارولو سره د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې طرحه، د کرنې او سرسبزي په موخه د فاضلابو د تصفیې طرحه او د اوبو د سپما په موخه د عامه پوهاوي طرحه چې د افغانستان اسلامی امارت د ۲ مصوبې د 10/1/1444 نیټې پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت له خوا ترتیب او له ټولواړوندو وزارتونو سره شریک شوی وو، نظر غوښتنه ترسره شوه.

د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو په یاده ناسته کې د یادو ترتیب شویو طرحو هر کلی وکړ او څرګنده یې کړه چې ټولې طرحې یې مطالعه کړې او د هغه د غوره والي لپاره خپل نظرونه د اوبو او انرژي وزارت له مسؤلینو سره شریک کړي دي.

د یادې ناستې په پای کې هوکړه وشوه چې د وزارتونو استازي په جلا توګه د اوبو او انرژي وزارت د یادو طرحو له ترتیب کوونکي کمیټې سره په ګډه کار وکړي ترڅو د وزارتونو او اړوندو ادارو مهم او اړین نظرونه په یادو طرحو کې شامل شي او د هغه نهایي او غوره والي باندې کار وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu