د اوبو او انرژی وزارت او ساختمانی شرکتونو اتحادیی تر منځ د همکاریو تفاهم لیک

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۶ - ۱۴:۲۸
mew

د اوبو او انرژی وزارت او ساختمانی شرکتونو اتحادیی تر منځ د همکاریو تفاهم لیک، نن د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی او د ساختمانی شرکتونو اتحادیی رییس ښاغلی شریف عظیمی تر منځ تړون لاسلیک شو.
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی د ساختماني شرکتونو اتحادیې سره یو ګډ لاسلیک کول اړین وباله او ویی ویل: د ظرفیت په پام کې نیولو سره، د اوبو او انرژۍ وزارت د خصوصي سکتور ترمینځ نوره همغږي رامنځته کول اړین دي.
ترڅو ددې دوو سکټورونو ترمنځ د ګډی مرستی دوام وکړی، د اوبو او انرژی وزارت سرپرست زیاته کړه: ډیری وړتیاوې شتون لري، د وړو بندونو د جوړولو لپاره لسګونه ټکي، او مقررات د خصوصي سکتور لپاره خلاص دي، تر څو په آزاد ډول وکولای شی ملی پروژو باندی پانګونه وکړی.
ښاغلی خُلمی په پای کی اشاره وکړه: هیله مند یم چی د ظرفیتونو په پام کی نیولو سره، زموږ ګډی مرستی د خصوصی سکتورونو او د ساختمانی شرکتونو اتحادیه سره به دوام وکړی او موږ ددی تړون د لاسلیک کولو وروسته د دې تفاهم لیک د ګټی د پلي کولو شاهدان یو.
وروسته د ساختمانی شرکتونو د اتحادیی رییس ښاغلی نثار احمد سلیمی خبری وکړی او اطمینان یی ورکړ د ساختماني شرکتونو اتحادیه د وړتیاوو او اسانتیاووته چی لاسرسی لری.
دا به په مختلفو سکټورونو کې د بشپړ پوهاوی او همغږۍ په برخه کې د اوبو او انرژی وزارت سره به مرستی ولری.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu