د اوبو او انرژۍ وزارت د ١٣٩٨ مالي کال په لومړۍ ربع کې خپله څلویښت سلنه انکشافي بودیجه مصرف کړې.

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۵ - ۱۱:۲۷
mew

د اوبو او انرژۍ وزارت د ١٣٩٨ مالي کال په لومړۍ ربع کې خپله څلویښت سلنه انکشافي بودیجه مصرف کړې دغه موضوع د اوبو او انرژۍ وزارت مالي او حسابي رییس ښاغلي ناصر احمد نوري د پروژو د تطبیق پر وخت دهماهنګۍ په غونډه کې چې د دغه وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي الماس زاخیلوال دڅارنې او ددغه وزارت د انکشافی پروژو مدیرانو پکې ګډون کړی وو، بیان کړه. په دغه غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت مالي او اداري معین ښاغلي الماس زاخیلوال د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ د دغه وزارت د انکشافی بودیجی د مصرف په برخه کی پر هماهنګی او د پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه ، د اوبو او انرژۍ وزارت پدې توانیدلی چی د ١٣٩٨ مالي کال څلویښت سلنه مالي بودیجه مصرف کړي په اخره کې د غونډې ګډونوالو د غونډې د غوښتنې پر اساس د مالي کال د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د بودیجی د لګښت میکانیزم او غوښتنې د مالی کال تر پایه خپلی پریکړی شریکې کړی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu