د اوبو معینیت تخنیکي ناسته د مختلفو موضوعاتو په تړاو، د دغه معینیت د فعالیتونو په اړه ترسره شوه.

د اوبو معینیت تخنیکي ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو محترم معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبرۍ لاندې، د رئیسانو، مشاورینو او یو تعداد تخنیکي مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د مربوطه ریاستونو د کړنو راپور د اوبو حکومتولۍ او په مرکز او ولایتونو کې د اوبو لېږدونې د خصوصي شبکو د فعالیتونو د تخنیکي لارښوونو قانوني کول د څېړنې لاندې ونیول شول او د هغو په اړه بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.
د اوبو محترم معین د راپورونو تر څیړلو او د ناستې د غړو د اندونو تر اوریدلو وروسته، د اړینو پریکړو نیولو سربېره د دغه موضوعاتو په ښه توګه د ترسره کولو په تړاو اړینې لارښوونې و کړې.