د اوبو معین د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې کارمندانو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د پنج آمو له عمومي سیندیزې حوزې څخه لېدنه وکړه او د نوموړې حوزې له عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي حاجي حکمت د اوبو محترم معین ته د دغې حوزې د کړنو په هکله په مفصله توګه معلومات وړاندې کړل.
په ورته مهال، د اوبو محترم معین د نوموړې حوزې کارمندانو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او د کاري پلان پر پلي کولو باندې یې ټنیګار وکړ.