د بتخاک نوی سب سټېشن او له ارغندۍ څخه تر بتخاک پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي پروژه د ۲۵.۴ میلیونه آمریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۳
1

د دغو پروژو د پرانیستې مراسم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کابل والي الحاج امین الله عبید، د انرژي معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي، د اسلامي امارت مشرانو، د اوبو او انرژي وزارت سلاکارانو او رئیسانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د بتخاک سب سټېشن په ساحه کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال د هغې ارزښت ته په اشارې سره یادونه وکړه چې دغه پروژه د ترکمنستان-افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د اړوندو پروژو په ټولګه کې شامله ده او د انرژي د جذب او وېش زیاته برخه له دغې سرچینې څخه چمتو کېږي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ چې د اوبو او انرژي وزارت د دوو مهمو او حیاتي سکټورونو مسؤولیت پر غاړه لري او له نېکه مرغه په دغه برخه کې یې د کتنې وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

په همدې حال کې د کابل والي څرګنده کړه چې د اسلامي امارت له راتګ سره تر اوسه له نېکه مرغه د هېواد په آبادۍ او پراختیا کې په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو د برېښنا د تأمینولو په برخه کې لویې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم برېښنا د ننۍ ټولنې د اساسي اړتیاوو له جملې څخه وبلله او یادونه یې وکړه چې له نېکه مرغه د اوبو او انرژي وزارت لخوا په دغه لاره کې ملموس او ارزښتمن ګامونه اخیستل شوي.

په دوام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین مهاجر فراهي یادونه وکړه چې اسلامي امارت څرنګه چې د هېواد د آزادۍ لپاره هېڅ ډول سرښندنې ندي سپمولې، اوس مهال به د هېواد د آبادۍ او پراختیا په لاره کې هم شپه او ورځ هڅې کوي.

همدارنګه د عوفي بهرام شرکت رئیس حاجي پهلوان د دغې پروژې په پانګونې د خوښي په څرګندولو سره ټينګار وکړ چې نوموړی شرکت د انرژي په پروژو باندې د پانګونې د غځولو دوام ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت لخوا د عوفي بهرام خصوصي شرکت په پانګونې سره پلي کېږي.

د بتخاک نوي سب سټېشن د پروژې په پلي کولو سره په ټولیز ظرفیت د ۱۸۹ مېګا ولټ امپیر او له ارغندۍ سب سټېشن څخه د بتخاک تر نوي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي، د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټ لین څخه د انرژي لویه برخه جذب او د کابل د خلکو د برېښنا ستونزې به تر ډېره بریده حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۱۶
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په سعودي عربستان کې د انرژۍ ۱۷م فورم له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۲۹ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۰ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب له مل پلاوي سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۸/۴/۲۹ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۰ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست د مسؤلینو له لوري د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د کابل ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ کړیو څېړنیزو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۹ هـ. ل

د کابل ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د وضعیت د ارزونې په موخه د  ۱۰  کړیو څېړنیزو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu