د بخش آباد بند د پروژې د ستونزو د هوارولو او د کار د بیا پیلولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۲:۱۹
1

دا ناسته د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د لسمې مصوبې د پریکړې د پلي کیدو په موخه د اوبو او انرژي وزارت د دفتر مقام د رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د اوبو پروژو د کنټرل کیفیت رئيس، د مالیې وزارت، د افغانستان بانک، قراردادي شرکت د استازو او د فراه ولایت د یو شمېر مشرانو په ګډون جوړه شوه.

په یاده ناسته کې، د پروژې عمومي او اوسنی وضعیت راپور تر څېړنې لاندې ونیول شو او د ستونزو په هوارولو او د کار بیا پیلولو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د قراردادي شرکت استازي د ناستې په بهیر کې د پروژې د چارو د بیا پیلیدو په هکله خپل چمتووالی څرګند کړ او د ستونزو د هوارولو لپاره یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

د ناستې په دوام کې، د فراه ولایت د خلکو یو تن مشر د هغه ولایت د خلکو په استازولي د بخش آباد بند د پروژې د پلي کیدو لپاره د خلکو د اړین ضرورت په هکله خبرې وکړې او د پروژې د بیا پیلیدو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز د پروژې د وضعیت او د ګډون والو  د نظریاتو تر هر اړخیزې بررسي وروسته، د فراه ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت رهبري یادې پروژې ته د اړتیا په اساس لومړیتوب ورکړی او پلي کیدو ته یې هوډمن دي. هغه د ماليې وزارت او د افغانستان بانک له استازو څخه و غوښتل، چې د پروژې د انوایسونو د ورکړې په برخه کې لازمې څېړنې ترسره کړي؛ ترڅو د پروژې کار ژرتر ژره د پلي کیدونکي شرکت له خوا په ساحه کې پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۱:۵۶
Background image

د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او د پروان ولایت والي د ګلبهار سربند د اوبولګولو پروژې څخه لیدنه ترسره کړه

 

 

 د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن حبیبي او د پروان ولایت والي ښاغلي مولوي عبیدالله امین زاده د ګلبهار سربند د اوبو لګولو پروژې څخه لیدنه ترسره کړه. . .

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۰:۲۶
Background image

په کنړ ولایت کې د اړونده وزارتونو او برېښنا عمومي ریاست استازو د برېښنا د دوو پروژو چارې له نږدې څخه وڅېړلې

د اوبو او انرژي وزارت، د ټولګټو چارو وزارت، د کلیو پراختیا وزارت او د برېښنا عمومي ریاست استازو کنړ ولایت ته په يوه سفر...

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۸:۳
Background image

د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې کنفرانس ترسره شو

 

 

یاد کنفرانس د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغنی برادر، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شیخ. . .

بیرته تګ

User account menu