د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل ټیم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د فعالیتونو د ارزونې په موخه زابل ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۷
1

د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم حاجي دولت خان حقیار او ور سره مل تخنیکي ټيم د برېښنا  انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې ، د هغوی د فعالیتونو د ارزونې او د دغو شرکتونو د فعالیتونو د قانوني کېدو په موخه زابل ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي حقیار او ورسره مل ټیم په دغه سفر کې د زابل ولایت د اوبو او انرژي د رئيس محترم ملا عبدالکریم ذوالفقار سره وکتل او د زابل ولایت د برېښنا انرژي د اوسني وضعیت او په دې برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو په هکله بحث وکړ او د هغو شرکتونو لپاره چې د برېښنا انرژي چوپړتیاوې وړاندې کوي، د جواز په ترلاسه کولو باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو په دغه سفر کې په زابل  ولایت کې د دوو خصوصي شرکتونو فعالیتونه و څېړل، ترڅو د  سټنډردونو څخه ډاډ تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۶:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج...

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۵۸
Background image

بیرته تګ

User account menu