د بیارغونې په لور یو بل ګام!
څو شېبې وروسته به په هرات ولایت کې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د هریرود- مرغاب عمومي او فرعي سیندیزو حوزو د مسؤلینو په شتون کې د پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وشي.
