د تجدید وړ انرژیو د تخنیکي کمیټې اوومه غونډه جوړه شوه.

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۸:۵۲
اخبار

د تجدید وړ انرژیو د تخنیکي کمیټې غونډه نن ورځ (11/4/1398) د دوهم ځل لپاره، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د برښنا شرکت، د کابل پوهنتون، د GIZ, ABMMC, WISE سازمانونو استازو د ځینو نورو ارګانونو استازو په ګډون جوړه شوه.
ښاغلی محمد گل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، دا غونډه د میلمنو ته په ښه راغلاست ویل پیل کره او د 1.3 cent بادی برښنا قرارداد لاسلیک کول، د یو کیلو واټ په ساعت کې د 3 cent څخه کم قرارداد لاسلیک کول، په کندهار کې د 15 میگاواټو سولری پروژې بشپړول او یو شمېر نورو پروژو چی په دی وروستي لاسلیک شوي د انرژۍ د تولید په سکتور په افغانستان کی د تجدید وړ انرژیو لاسته راوړنې وبلله.
ښاغلي خُلمی زياته کړه چې د روان کال په پاى کې به د افغانستان د برښنا ملي شبکې ته نږدې 40 ميګاواټه برېښنا انرژي زياته کیږی.
په ورته وخت کې، علی مهر د GIZ سازمان مرستیال (په هیواد کې د تجدید وړ انرژیو فند ورکوونکو څخه یو) د راتلونکي پلانونه او د اوبو او انرژۍ وزارت او برښنا شرکت سره د دوامداره همکارۍ څخه خبر ورکرل او زياته کړه چی د 2019 تړ پای پوری د تجدید وړ انرژی ریاست او د برښنا شرکت سره په افغانستان کې د انرژۍ استونزو په کمولو لپاره به هوکره لیک لاسلیک شي.
همداسې ښاغلی پیتر (Peter Kaka ire) د ABMMC د عملیاتي څانګې رییس د نوي سولر ټکنالوژۍ په اړه د پرزنتیشن وړاندې کولو ترڅنګ په هیواد کې د لازیاتو آسانتیاوو سره د عصري کورنۍ سولرونو تختو د عرضه کولو څخه خبری ورکرل.
د دی غوندی په دوام آغلی مرضیه پویا د WISE انجمن مرستیال د انرژۍ په سکټور کې د کار موندلو او د کاری فرصت رامیځته کولو یادونی وکره او زياته کړه چی دا انجمن هڅه کوي چې ښځې وهڅوي چې د انرژۍ په سکټور کې کار وکړي.
د غونډې په پای کې، د دې کمیټې غړو څخه د هیواد انرژۍ په اړه پوښتنې، ننګونې او وړاندیزونه طرح شوي او د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د دې وزارت د تجدید وړ انرژی ریاست او د برښنا شرکت استازی لخوا ځواب ورکړ شو.
ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ژمنه وکړه چی د کمیټې غړو لخوا وړاندیز شوي وړاندیزونو د عملي کولو کې په برخه کی هڅه وکړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu