د تجدید وړ انرژیو د تخنیکي کمیټې لومړۍ غونډه جوړه شوه.

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۸:۴۳
اخبار

د لومړي ځل لپاره د تجدید وړ انرژیو د تخنیکي کمیټې غونډه په اوبو او انرژۍ وزارت کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، د تجدید وړ انرژیو، د انرژۍ برنامو، د برښنا خدمتونو ریاستونو مشرانو او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت استازو، د افغانستان برښنا شرکت، د کابل پوهنتون او د ځینو نورو ارګانونو استازو ګډون کړی و.
ښاغلی انجینر محمد ګل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د تجدید وړ انرژۍ رول دیر مهمه وبله وویل چی د تجدید وړ انرژۍ سکټور په نړی کی وده کری ده او افغانستان هم هڅه کوي د دې پروسې څخه شانه و نه پریښودل شي. د دی وزارت سرپرست د تجدید وړ انرژیو د تخنیکي کمیټې د غونډې موخه؛ د انرژۍ په سکټور کی د ننګونو او حلونو په اړه نظرونو چمتو کول، د پوهاوي لوړولو او پلانونو چمتو کول، په افغانستان کې انرژۍ ته لاسرسی زیاتوالی و بلله او له اړوندو اداراتو ثخه غوښتنه وکړي چی په دی برخی کی ډیر پاملرنه وکړي.
په دوام سره، ښاغلی فرید الله شرفمل د تجدید وړ انرژۍ رییس په دی برخی کی زیاته کړه چی د دی کمیټې په راتلونکې غونډه کې، تخنیکي ننګونو، د نوي کولو وړ انرژۍ پراختیا لپاره معیارونو او لارښوونو په اره بحث به ترسره شي.
په ورته وخت کې، د نوي کيدو وړ انرژۍ سکټور انجينران د نوي کيدو وړ انرژۍ اغیزمنتیا او فعالیتونو په اړه د پرزنتیشنونو د وړاندې کولو ترڅنګ، په کابل کې د 30 کیلوواټه سولری برښنا نصبول د GIZ په مرسته، په کندهار کې د 15 میګاواټ برښنا پروژې او د بادونو، سولری ځینې پروژو څخه د دی وزارت لاسته راوړنو وبللی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu