د ترکي ۷۷ شرکت له استازي سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۹:۵۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د یو شمېر رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د ترکي ۷۷ شرکت له استازي سره ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د ګډو همکاریو او د لویو بندونو د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو په ځانګړې توګه د سروبې ۲ برېښنا بند په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

د ۷۷ ترکي شرکت استازي د لا زیاتو پروژو په پلي کولو کې لېوالتیا و ښوده او همدارنګه یې وویل لېواله دی چې د کندهار ولایت په ارغستان کې د لورې بند د تخنیکي مطالعاتو په ترسره کولو کې پانګونه وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu