د جمهوری ریاست او د اوبو او انرژۍ وزارت یو شمیر چارواکي پنجشیر ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۸:۴۲
اخبار

د جمهوری ریاست او د اوبو او انرژۍ وزارت یو شمیر چارواکي پنجشیر ولایت ته سفر وکړ.
ښاغلی داکتر شاد محمد ځرګند د افغانستان اسلامی جمهوریت ریاست ستر سلاکار، ښاغلی انجینر خان محمد تکل د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال او د دی وزارت د یو شمیر متخصصینو سره د یکشنبې په ورځ د 1398 کال د غبرګولي په 26 مه پنجشېر ولایت ته لاړ.
د سفر په پیل کې، د پنجشیر ولایت د فرعی سیندونو حوزی ریاست نوی ودانۍ د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان د جمهوری ریاست ستر سلاکار لخوا پرانېستل شو.
وروسته ښاغلی انجنیر محمد تمیم حقداد د پنجشیر ولایت د سیندیز حوزی رییس چی په دې وروستیو کې د آزاد سیالۍ له لارې په دویم بست وټاکل شوی و، د پنجشیر ولایت د فرعی سیندونو حوزی ریاست کارمندانو ته وپیژندل شو.
د سفر په پای کې، چارواکو د اوبو او انرژی وزارت له ځینې پروژو څخه لیدنی وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu