د سردې بند اوبه د مني د کروندې په موخه خوشي شوې
د غزني ولایت د فرعي سیندیزې حوزې د ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم او ورسره مل د سردې پروژې مسؤلینو د سردې بند اوبه د مني د کروندې په موخه خوشي کړې.
ټاکل شوې ده، چې ۸۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شي او همدارنګه کروندګرو ته د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې وشوې.