د شاه او عروس بند پروژې د پاور هاوس برخې او د برېښنا د تولید تجهیزاتو د نصبولو چارې پيل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۷:۷
1

د شاه او عروس بند د پاورهاوس برخې او د برېښنا د تولید تجهیزاتو د نصبولو چارې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د هلو، ځلو او د افغانستان اسلامي امارت د رهبري مقام په پاملرنې پيل او په یوه برنامه کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت معین محترم مولوي صدر اعظم عثماني، د اقتصاد وزارت معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د صنعت او سوداګري وزارت معین محترم مولوي قدرت الله جمال، د شکر درې ولسوال او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې رسمآ پرانیستل شوې او د بند بشپړه آبګیري پيل شوه.

د اوبو محترم معین په دغه برنامه کې وویل چې د سترو بندونو د پروژو پلي کول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي او ان شاءالله د شاه او عروس بند د چارو بر سېره په نږدې راتلونکي کې به د نورو بندونو چارې هم پیل شي.

د یادونې وړ ده،چې د نوموړي بند د برېښنا د تولید د اړتیا وړ تجهیزات سیمې ته راوړل شوي چې ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې به د تجهیزاتو د نصبولو چارې هم بشپړې شي.

د شاه او عروس بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له سترو پروژو څخه یوه پروژه ده  او د ۳۰ میلیون متر مکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري او همدارنګه په کال کې د کابو ۵ میلیون متر مکعب څښاک اوبو د برابرولو د وړتیا درلودونکي ده.

همدارنګه دغه بند د 1.2 میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري او کابو ۲۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu