د شاه او عروس د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پروژې د قراردادي شرکت له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده خپل د کار په دفتر کې د شاه او عروس د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پروژې د قراردادي شرکت له مسؤلینو محترم سیف الله نجفی او محمد معمار زاده سره ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د شاه او عروس د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پروژې د قراردادي شرکت مسؤلینو د شاه او عروس پروژې د چارو د پرمختګ اړوند معلومات وړاندې کړل.
د ناستي په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د شاه او عروس د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پروژې د پاتې چارو پر چټکتیا او غوره ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د شاه او عروس د اوبو لګولو او برېښنا د تولید پروژه د کابل ولایت په شکردرې ولسوالي کې موقعیت لري، چې په نږدې راتلونکي کې به یې پاتې چارې پرانیستل شي.