د شمل خرم خوست سیندیزې فرعي حوزې په همکارۍ او تر څارنې لاندې په 1402 کال کې د ګبیونې دیوالونو، کانالونو او سربندونو اته (8) پروژې پلي شوې دي

په 1402 ه.ل کال کې د FAO، UNHCR او TLO موسسو له لوري د شمل خرم خوست سیندیزې فرعي حوزې په همکارۍ او تر څارنې لاندې د خوست ولایت په مرکز او سپیرې ولسوالي کې د 2000 مترو په اوږدوالي او په صبریو ولسوالي کې د 280 مترو په اوږدوالي د ګبیونې دیوالونو پروژې، په باک ولسوالی کې د 1700 مترو په اوږدوالي د برکانال، په تریزیو ولسوالی کې د 1375 مترو په اوږدوالي د خادمي کانال، د خوست ولایت په مرکز کې د 700 مترو په اوږدوالي د ماڼي کانال او په صبریو ولسوالی کې د 430 مترو په اوږدوالي د زمبر کانال، د 1300 مترو په اوږدوالي د سوري پان کانال د جوړولو او د سوري پاڼ سربند د بیارغولو پروژې پلي شوې دي.
د نوموړو پروژو په پلي کیدو سره ګڼ شمیر ځایې اوسیدونکو ته د کار زمینه چمتو شوې او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شوې او د سیلابونو له ګواښ څخه خوندې شوې دي.