د فراه ولایت د بخش آباد بند کار پیل کیږی!

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۹ - ۱۵:۲
mew

دغه مطلب د فراه ولایت د سفر په جریان کی ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غنی، چی د دغی ولایت د بخش آباد دسیمو مشرانو سره درلود، او په دغه لیدنه کی چی د اوبو او انرژی وزارت سرپرست انجنیر محمد گل خلمی ګډون درلود ،یو تن د فراه د بخش آباد د سیمی مشرانو په استازیتوب د اوبو او انرژی وزارت د فعالیتونو او د سیمی د خلکو په همکاری د بخش آباد بند د مقدماتی کارونو یادونه وکړه.
او د بخش آباد د بند د عملی کارونو ترسره کولو غوښتنه یی وکړه
ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غنی په خپلو خبرو کی وویل د بخش آباد بند دیزاین او طرحه پای ته رسیدلی ده او په راتلونکی ونی که به د ذکر شوی بند انحرافی تونلونو قرار داد به ملی تدارکاتو کمسیون ته راشی او وروسته د تائیدی نه به پری عملی کار پیل شی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۳
Background image

په ارزګان ولایت کې د ګرماب درګي چکډیم پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ اړوند د ګرماب درګي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو د پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډیمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۵هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۶هـ .ل

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالي اړوند د سیتا چکډیم او سولر پمپ پروژه بشپړه او د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته. . .

بیرته تګ

User account menu