د لغمان ولایت د شاهي کانال د لومړۍ برخې(لاټ) د لومړي فاز د پروژې پاتې چارې به ډېر ژر پیل شي

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۳۵
1

 شاهي کانال د لغمان ولایت په علینګار ولسوالي کې موقعیت لري او د ۷۰ کیلو متره په اوږدوالي سره د ۲۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري.

د نوموړي کانال جوړونه په دوو فازونو کې په پام کې نیول شوې ده، چې لومړی فاز یې ۳۲ کیلو متره  اوږدوالی لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د دغه کانال لومړی فاز د ۴ برخو(لاټونو) درلودونکی دی، چې لومړۍ برخه(لاټ) یې 6.6 کیلو متره اوږدوالی لري او د اوبو او انرژي وزارت له لوري د دوو شرکتونو سره قرارداد شوی او چارې به یې ډېر ژر پيل شی.

همدارنګه د نوموړي کانال د دوهمې او درېيمې برخې(لاټونو) د ډيزاین مراحل بشپړ شوي او د څلورمې برخې تخنیکي سروې هم ترسره شوي او ډېر ژر به یې د ډيزاین چارې بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu