د لغمان کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د انجینري څانګې زده کړیالانو ته  د total station د کارونې میکانیزم په هکله عملي  ښوونه ورکړل شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۰:۱۰
1

د لغمان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو  د لغمان کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د انجینري څانګې د پرکتیک دورې زده کړیالانو ته  د total station د کارونې میکانیزم په هکله عملي  ښوونه ورکړه.

همدارنګه، د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د نوموړي انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د علم زده کړې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او هغوی ته یې د عملي زده کړې د وړتیا لوړونې په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د  لغمان اوبو او انرژي ریاست په لغمان ولایت کې  د بېلابېلو اکاډمیکو( علمي) بنسټونو  زده کړیالانو ته د ځانګړې هوکړه لیکونو پر بنسټ په هرکال کې د عملي زده کړې په برخه کې  د هغوی د وړتیا لوړونې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه  په لاره اچوي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu