د لغمان کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د انجینري څانګې زده کړیالانو ته د total station د کارونې میکانیزم په هکله عملي ښوونه ورکړل شوه

د لغمان د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د لغمان کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د انجینري څانګې د پرکتیک دورې زده کړیالانو ته د total station د کارونې میکانیزم په هکله عملي ښوونه ورکړه.
همدارنګه، د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د نوموړي انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د علم زده کړې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او هغوی ته یې د عملي زده کړې د وړتیا لوړونې په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان اوبو او انرژي ریاست په لغمان ولایت کې د بېلابېلو اکاډمیکو( علمي) بنسټونو زده کړیالانو ته د ځانګړې هوکړه لیکونو پر بنسټ په هرکال کې د عملي زده کړې په برخه کې د هغوی د وړتیا لوړونې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه په لاره اچوي .