د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي
د سرخاب بند چې د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي په سرخاب کلي کې موقعیت لري، اوسمهال یې د ساتنې او مراقبت چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړی بند د ۲۵ متره لوړوالي او ۱۳۶ متره اوږدوالي په درلودلو سره د ۹ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو او درې زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.