د لیوالتیا د څرګندولو غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نیټې د غځولو خبرتیا

mew-admin
2

Publish Date

Closing Date

د اوبو او انرژي وزارت په ګران هېواد کې د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې په موخه د ۱۴۴۴ کال د محرم په ۱۳ چې د ۱۴۰۱ کال د زمري د ۲۰ سره سمون خوري، په انترکانتنینټال هوټل کې یو ستر کنفرانس په لاره اچولي وو، چې په هغه کې یي خپلې پروژې د پانګونې په موخه ملي او نړیوالو پانګوالو ته وړاندې کړې. له کنفرانس وروسته د برنامو د تطبیق په موخه د لومړیتوبونو پر بنسټ خپلې پروژې وڅیړلې او دا دی اوس دوه لاندې مهمې پروژې د پانګونې په موخه د آزادو سیالیو له لارې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) په بڼه داوطلبي ته وړاندې کوي:

  1. د پکتیکا ولایت په مرکز (ښرنه) کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې بریښنا رسونې پروژه (لومړی فاز: 2.5 میګاواټه)
  2. د جوزجان ولایت د خمآب او قرقین ولسوالیو د بریښنا رسونې پروژه

احتمالي داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي چې:

د لیوالتیا د څرګندولو غوښتنلیک وروستۍ نیټه د نومبر 30، 2022 څخه د جنوري 16، 2023 پورې غځول شوې ده.

ټول هغه ملي او نړیوال درانه پانګوال چې په دغو پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري، کولای شي چې د پروژو په هکله تخنیکي معلومات او د لیوالتیا د څرګندولو غوښتنلیک (REOI) له لاندې پتو څخه ترلاسه کړي.

پته:  د دارالامان عمومي سړک، سناتوریم، د اوبو او انرژي وزارت، د انرژي د برنامو ریاست

ټیلیفون شمېره:       0202526049   /   ویب پاڼه  www.mew.gov.af   ټویټر پاڼه:   @MEW_GOV_AF

 

Documents

د خمآب او قرقین پروژې د لېوالتیا څرګندونې غوښتنه
د پکتیکا پروژې د لېوالتیا څرګندولو غوښتنه

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱۱
Background image

Extension for proposals submission deadline for the (GEOTECHNICAL, GEOPHYSICS AND DETAIL DESIGN, and INVESTIGATION OF ZAMBAR DAM) project

Based on numerous technical queries received for the (GEOTECHNICAL, GEOPHYSICS AND DETAIL DESIGN, and INVESTIGATION OF ZAMBAR DAM) project from many interested consultants, the . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۷
Background image

اعلان تدارکات

وزارت آب و انرژی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی پروژه تهیه و تدارک مقدار (33730) کیلوگرام گاز مایع ضرورت زمستان سال 1405، اشتراک نموده و نقل چاپ شده . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۴
Background image

اعلان تدارکات پروژه برق، شبکه توزیعی 20/04 KV ولسوالی های؛ کشم، تیشکان و تگاب ولایت بدخشان؛

وزارت آب و انرژی از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می‌نماید تا در پروسه داوطلبی پروژه برق، شبکه توزیعی 20/04 KV ولسوالی های؛ کشم، تیشکان و تګاب ولایت بدخشان دارنده شماره تشخیصیه داوطلبی: . . .

Back to tenders

User account menu