د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالي قومي مشرانو د اوبو له معین سره په لیدنه کې په مامکي تېشه دره کې د اوبو زیرمه کولو متوسط بند د جوړولو غوښتنه وکړه.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۳:۲۹
1

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالي قومي مشرانو د اوبو له معین سره په لیدنه کې په مامکي تېشه دره کې د اوبو زیرمه کولو متوسط بند د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالي له قومي مشرانو سره ولیدل.

د جلریز ولسوالي قومي مشرانو د نوموړې ولسوالي په مامکي تیشه دره کې، چې له دې وړاندې د اوبو او انرژي وزارت له لوري پکې د یو کوچني بند د جوړېدو تخنیکي سروې ترسره شوې وه، د اوبو زیرمه کولو متوسط بند د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر اخند زاده وویل، چې په نوموړې دره کې د اوبو زیرمه کولو متوسط بند به په پلان کې شامل کړي او په راتلونکي کې به انشاءالله جوړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu