د ټاپ پروژې د سکرټریت تخنیکي کمېټې دوهمه ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د وزارت د انرژي سکتور د رئيسانو او د نورو اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د کمېټې د غړو په ګډون د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د ( پي.پي. اي) په شکل د برېښنا د پېرلو د قرارداد، د هغو قراردادونو ارزونه چې د مخکني حکومت په وخت کې لاسلیک شوې او د تخنیکي او رهبري کمېټو د دندو د لایحو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.