د پروان ولایت په دریو ولسوالیو کې د غوړینو بوټو د کرلو په موخه د کرنیزو ځمکو سروې ترسره شوه
د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د پروان ولایت په شینواري، شیخ علي او جبل السراج ولسوالیو کې د غوړینو بوټو د کرلو لپاره د کرنیزو ځمکو سروې ترسره کړه.
یاده سروې د ځمکو د کوردینات اخیستلو، د ځمکې لاندې اوبو کچې د مطالعې، د حقابې د تثبیت او د غوړینو بوټو د کرلو وړتیا په برخو کې ترسره شوه.