د پروان ولایت په عمومي کانالونو کې د میرآب سیسټم رسمي کول پیل شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۴۸
1

په دغه پرانیست غونډه کې چې د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې په ریاست کې د اوبو د ګټه اخیستونکو او مسؤولینو لسګونو تنو ګډون کړی وو، په لومړي سر کې د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئیس بزګرانو ته د میرآب پروسې موخه تشرېح کړه او له هغوی څخه یې د یادې برنامې په پلي کولو کې د مرستې غوښتنه وکړه او د خواجه کانال د میرآب سیسټم کلیدي غړي په شفافه توګه انتخاب شول.

د یادولو وړ ده چې میرآب سیسټم یو نوی معیاري سیسټم دی چې د اوبو په تنظیم او مدیریت کې اساسي رول لري، چې د میرآب باشي، میرآب، چک باشي، منشي، خزانه دار او عمومي غړو د ځانګړي تشکیل درلودونکی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت له معین سره وکتل

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

بیرته تګ

User account menu