د پروان په ولایت کي د اوبو لګوني واټرپمپ دستگاه ته د برښنا رسولو په هکله غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د پروان برښنا حوزي په ریاست کي د یاد ریاست رئیس محترم مولوي محمد عارف احمدي، د زراعت او اوبو لګوني رئیس، د چاریکار-غوربند سېندیزي فرعي حوزي رئیس او د یادو اداراتو یو شمېر تخنیکي غړو په شتون کي ترسره شوه.
په یاده غونډه کي د اوبو لګوني کانالونو ته د اوبو رسولو په موخه د پروان ولایت د اوبو لګوني واټرپمپ دستګاه ته د برښنا رسولو په موخه بحث او د نظر تبادله وشوه.
