د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې کارمندانو ته د وړتیا لوړونې یو ورځنی سمینار ترسره شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۰:۱۹
1

په یاد یو ورځني سمینار کې د یاد ریاست کارمندانو ته د پلان، پلان ډولونو، پلان جوړونې، د دندو لایحې، کاري راپور او  د ملکي خدمتونو د مامورینو د اجرآتو ارزونې د کړنلارې په هکله د یاد ریاست د مالي او اداري لوی مدیر محترم هدایت الله هدایت  له خوا بشپړ معلومات وړاندې شول.

په ورته مهال، د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح د خپل کار په دفتر کې د سولې رېښې موسسې له ولایتي مسؤل محترم انجنیر عبدالرحمن رحمتي او مل پلاوي سره وکتل.

په یاده لیدنه کې ښاغلي رحمتي د خپلو پروګرامونو په هکله معلومات وړاندې کړل او د پلې کولو په موخه یې د سیندیزې حوزې د ریاست د همکاري غوښتونکی شو.

همدغه راز، په دې ناسته کې ښاغلي فاتح د اوبو په برخه کې د پراختیایي پروګرامونو په پلي کولو کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu