د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د برېښنا انرژي د چوپړونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل شوې
د کابل ښار د پنځمې ناحیې د برېښنا انرژي د مارکیټ د لا ښه تنظیم او د بې خطره تخنیک د مراعات کولو او خوندي کولو په موخه د برېښنا انرژي د چوپړونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د پيژندلو په برخه کې د هغو شرکتونو چې د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نه لري، د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم لوی ریاست د تخنیکي ټيم د برېښنا انرژي د مارکېټ د تخنیکي رئیس محترم انجنیر همت الله امین زي په مشري او د کابل ښار د پنځمې ناحیې همکارانو د ګډې همکارۍ په پایله کې د برېښنا انرژي د رسوونکو شرکتونو د چوپړتیاوو ارزول پیل کړل.