د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د انرژي  د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۳۸
1

د اوبو او انرژي وزارت له لوري د انرژي د ساتنې او سپما په هکله د پوهاي ورکولو برنامه د کانونو او پټرولیم په وزارت کې ترسره شوه او په دې برنامه کې د هغه وزارت له کارمندانو سره د انرژي د سپما په تړاو د مناسبو لارو چارو په هکله اړین معلومات شریک شول.

په دغه برنامه کې  د پایدارې انرژي عمومي ریاست د انرژي د اغېزمنتوب  او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو محترم انجنیر احمد ضیا فیروز د انرژي د ساتنې آمر او محترم انجنیر عبدالله موسی زي د انرژي د ساتنې متخصص د پرزنټیشن په وړاندې کولو سره په مفصله توګه د انرژي د مدیریت، د انرژي سپما د ارزښت او سپما د ډولونو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د دغې برنامې ترسره کول یې د انرژي په هکله پوهای ورکول او د انرژي غوره دودول او اغېزمنه ګټه اخیستنه و بلله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د پوهاوي ورکولو برنامه د اوبو او انرژي وزارت له لوري تر دې مخکې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکې کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu