د کندز ولايت د مرکز په شمول د خان اباد او ګلتپي ولسواليو بزګرانو د ځان بسايني تر عنوان لاندي ناسته ترسره شوه.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۶:۴۴
1

د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکيم حاجي حکمت په داسي حال کي چې  د خان اباد , ګلتپي او کندز مرکزي سيمو ميرآب باشانو , بزګرانو او مشرانو شتون درلود د بزګرانو د ځان بسايني تر عنوان لاندي د کندز ولايت د ښاروالۍ هوټل په تالار کې ناسته ترسره کړه.

په دی ناسته کې د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس د بزګرانو د ځان بسايني کړنلاره په مفصل ډول تشريح  کړه او زياته يي کړه چي ياد روند د ډير پخوا زمانونه په محلي ډول د خلکو په منځ کي روان دی. 

د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس د د بزګرانو د ځان بسیاینې په اهمیت باندې ټینګار وکړ او هغوی یې وهڅول چې له یو بل سره مرسته او همکاري وکړي او د خپلو ستونزو د حل لپاره هره میاشت مشخص مبلغ ورګډ کړي او هغه بانکي حساب ته یا یو د اعتماد وړ شخص ته وسپاري ترڅو د اړتیا په وخت کې د دوی د ستونزو د حل لپاره وکاروي.

ورپسي د ميرآب باشانو او سپين ږيرو په استازيتوب څو تنو خبري وکړي او ياده کړنلاره يي د بزګرانو لپاره ګټوره وبلله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu