د کندز ولايت د مرکز په شمول د خان اباد او ګلتپي ولسواليو بزګرانو د ځان بسايني تر عنوان لاندي ناسته ترسره شوه.
د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکيم حاجي حکمت په داسي حال کي چې د خان اباد , ګلتپي او کندز مرکزي سيمو ميرآب باشانو , بزګرانو او مشرانو شتون درلود د بزګرانو د ځان بسايني تر عنوان لاندي د کندز ولايت د ښاروالۍ هوټل په تالار کې ناسته ترسره کړه.
په دی ناسته کې د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس د بزګرانو د ځان بسايني کړنلاره په مفصل ډول تشريح کړه او زياته يي کړه چي ياد روند د ډير پخوا زمانونه په محلي ډول د خلکو په منځ کي روان دی.
د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس د د بزګرانو د ځان بسیاینې په اهمیت باندې ټینګار وکړ او هغوی یې وهڅول چې له یو بل سره مرسته او همکاري وکړي او د خپلو ستونزو د حل لپاره هره میاشت مشخص مبلغ ورګډ کړي او هغه بانکي حساب ته یا یو د اعتماد وړ شخص ته وسپاري ترڅو د اړتیا په وخت کې د دوی د ستونزو د حل لپاره وکاروي.
ورپسي د ميرآب باشانو او سپين ږيرو په استازيتوب څو تنو خبري وکړي او ياده کړنلاره يي د بزګرانو لپاره ګټوره وبلله.