د کندز ولایت د امام صاحب له ولسوال سره د خلکو د ستونزو د هوارولو په هکله خبرې شوې
د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي د کندز ولایت امام صاحب ولسوالي ته سفر وکړ او د نوموړي ولسوالي له ولسوال محترم قاري هجرت الله نصرت سره وکتل او د خلکو د ستونزو د هوارولو په هکله چې د آمو سیند له کبله زیانمن شوي، خبرې، اترې وکړې.
همدارنګه، ښاغلي مشواڼي د امام صاحب له سیمه ییز آمریت څخه هم لیدنه وکړه او کارمندان یې وهڅول چې خپل صورت او سیرت برابر او د خلکو ستونزو ته په وخت سره رسیدګي وکړي.