د یوه چینایي شرکت مسؤلینو د انرژي له معین سره په لیدنه کې په افغانستان کې د انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۶:۱۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د خپل کار په دفتر کې د «هوچین انټیلیجنټ پاور» چینایي شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو وویل، لېواله دي چې په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید، وېش او شبکو د پراختیا په پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د نوموړي شرکت مسؤلینو ته ډاډ وکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د انرژي په پروژو کې د نوموړي شرکت د پانګونې هر کلی کوي او په دې برخه کې به له هغوی سره همکار و اوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu