د 334 چک دمونو تدارکاتی پروسې پیل شو..

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۰:۴۸
اخبار

نن ورځ په اوبو او انرژۍ وزارت کې د چک دمونو یا کوچینو ذخیروی بندونو تدارکاتی پروسې د پیل په اړه پوهاوي کنفرانس جوړ شو.
په دې کنفرانس کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی، د اوبو برنامو رییس ښاغلی فرهاد نورزي او د دې وزارت د تدارکاتو رئیس ښاغلی ابراهیم ابرام، د شرکتونو اتحادیې اجرایه رییس ښاغلی شریف عظیمي، د ساختماني شرکتونو رییسانو او استازو برخه اخیستې وه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی په کنفرانس کې د کورني ساختماني شرکتونو د هڅولو ترڅنګ وویل: د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۳۴ چک دمونو د جورولو کار پیل کیږی چې ټول له افغان شرکتونو سره به قرارداد کیږي.
ښاغلی خُلمی زیاته کره: په راتلونکو څو کلونو کې د دی پروژو شمیره تر زرو ته به ورسیږي چی له دی جملې څخه اوس مهال 158 پروژو قرارداد لپاره چمتو دی، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د ساختماني شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې د خپلو شرکتونو په اړه اړین معلومات د قرارداد لپاره اوبو او انرژۍ وزارت ته واستوي.
په ورته وخت کې د اوبو برنامو رییس ښاغلی فرهاد نورزي د دی پروژو د پلي کولو موخه د سیلابونو خطرونه کمول، د باران اوبو راټولول، د خاورې تخریب څخه مخنیوی، چاپیریال ته وده ورکول، د څړځايونو بیارغول او د ځمکې اوبو تغذیه کول بیان کړ.
د ښاغلی فرهاد نورزي په باور د دی پروژو سروې او ډیزاین بشپړې شوي چی د لومړی پړاو یې په دوه کلونو کې به تطبیق شي.
له بلې خوا په هیواد کې د شرکتونو اتحادیې اجراییه رییس ښاغلی شریف عظیمي د کورنیو شرکتونو لپاره د کارموندنې زمینې برابرولو او د افغان شرکتونو هڅولو ته مؤثره څرګنده کړه.
همدارنګه هغه د اوبو او انرژۍ وزارت او نورو دولتي ادارو مشرتابه باندې هم غږ وکړ چې د افغانستان اقتصاد پیاوړي کولو او د خلکو لپاره د کارموندنې فرصتونو ته وده ورکولو لپاره له افغاني شرکتونو سره قرارداد وکړي.
د نن ورځې په کنفرانس کې د اوبو او انرژۍ وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکړه چې په داوطلبۍ پروسه کې برخه واخلي او د ساختمان څرنګوالی او د دی پروژو لپاره وړاندیز شوی لکښت په اړه پوهه شئ.
د هیواد په پنځو سمندري حوزو کې چی کابل، هلمند، شمال، ۵ آمو او هریرود – مرغاب حوزو شامل دی او بیلابیل ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي د ۵۶ ملیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له بودجه څخه د آسیا پرختیایي بانک په همکارۍ (ADB) چک دمونو جوړ کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu