لوګر ولایت د خدر کانال پروژې چارې 28 سلنه پرمخ تللې دي
د لوګر سينديزې فرعي حوزې رئيس ملا محمد اسماعيل اخندزاده له تخنیکي ټیم سره د لوگر ولایت خدر کانال پروژې د چارو له بهیر څخه ليدنه وکړه.
د نوموړي کانال د سنګ کاري او کانکرېټ اچونې چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي، چې چارې یې 28 سلنه پرمخ تللې دي.
د یادې سینديزې حوزې رئیس له لوري اړوند قراردادي شرکت او ساحوي انجنیر ته د پروژې چارو په سمه توګه د پلي کولو په موخه اړینې لارښوونې وشوې.