لوګر ولایت کې د دریو کانالونو د پروژو د غوره پلي کولو په هکله د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۵:۳۷
1

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي سلاکار او د یو، این، ایف، اې، او موسسې او د یوه کورني شرکت د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د لوګر ولایت په مرکز او محمد آغې ولسوالي کې د حسن، مغل خېلو او لښکر خېلو کانالونو د پروژو د غوره پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

نوموړې پروژې د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د یوه کورني شرکت له لوري د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي.

User account menu