لوګر ولایت کې د سپيث کوچني ذخیروي بند مشاهداتي سروې ترسره شوه
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د یاد ریاست سلاکار انجنير فضل الرحمن عمرزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت مرکز اړوند په چوڼۍ سیمه کې د سپيث کوچني ذخیروي بند مشاهداتي سروې ترسره کړه، چې تخنیکي سروې به یې هم ډیر ژر ترسره شي.
د یاد بند په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او کرنیزې ځمکې خړوبې شي.