لوګر ولایت کې د سیلابونو د خبروونکو دستګاوو د نصبولو په موخه لومړنۍ سروې ترسره کېږي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۴۲
1

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي د یو، این، دې، پې دفتر له مسؤلینو او د کابل عمومي سیندیزې حوزې له سلاکار محترم انجنیر حبیب الرحمن امیني سره وکتل او په لوګر ولایت کې یې د خبروونکو دستګاوو د نصبولو د لومړنۍ سروې په موخه بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي آخندزاده د سیلابونو د نصب د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د دغو دستګاوو د نصبول یې اړین وګڼل او په دې هکله ترتیب شوی پلان تشریح شو.

ټاکل شوې ده ، چې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې په همغږي سره د نوموړو دستګاوو د نصب په موخه لومړنۍ سروې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu